Select your language

انټرنټ ته ځانګړی لاسرسی

د شرکتونو لپاره د انټرنټ چوپړتیاوې تاسو سره مرسته کوي، ترڅو د خپل شرکت تولیداتو او چارې پراخې کړئ. دا چوپړتیاوې نه یواځې تاسې ته چټک انټرنټ چمتو کوي بلکې ستاسو د بریښنالیک حساب، د شرکت انټرنټي سایټ او د کارکوونکو کمپیوټرونو امنیت هم تضمینوي.

موږ مختلفې چوپړتیاوې له بیلا بیلو چټکتیا سره پیل له kb64 څخه تر MB10 تاسو ته وړاندې کوو. دا کڅوړې د یو کس او یا هم په ګروپي ډول د کوچنیو او سترو سوداګریو لپاره د انټرنټي ځانګړنو سره د لاسرسي وړ دی.

د اي انډ افغانستان مخابراتي شرکت همدارنګه د (ISP) انټرنټي چوپړتیاوې، د انټرنټي ستونزو د حل لاره له چټک انټرنټ سره په ډیره ټیټه بیه وړاندې کوي. دا چوپړتیاوې په نني اقتصادي دور کې، چیرته چې پیریدونکي، سوداګریز شریکان، متصدیان او د کار کوونکي په موقع باندې د معلوماتو رسول یوه اړتیا ده تاسو مرسته کوي چې دا هر څه زموږ د (ISP) انټرنټي چوپړتیاوو سره په غوره توګه ترسره کړئ.

زمونږ د ISP اصلي چوپړتیاوې / محصولات دا دي

  • د فایبر نوري انټرنټي چوپړتیاوې
  • د مایکروویو انټرنټي چوپړتیاوې
  • د PTP کامبو انټرنټي چوپړتیاوې
  • د کورونو لپاره د فایبور نوری FTTH انټرنټي چوپړتیاوې

پته

احسان پلازه، د حاجي یعقوب څلور لارې ته څېرمه، شهر نو، کابل افغانستان
۹۳۷۸۶۷۸۶۷۸۶+

 د کوویډ ۱۹ خبرتیا

د e& اپلیکیشن ډاونلوډ کړئ

ډاونلوډ یې کړئ او ټولو محصولاتو او چوپړتیاوو ته لاسرسی ومومئ

انډرایډ
آیفون

MyEAApp

Ask Me