Select your language

د *888# پوښتنې او ځوابونه

آیا کولای شو، چې د *888# شمیرې په ډایلولو سره د خپلې خوښې ژبه وټاکو؟

ګرانه پیریدونکیه، هو تاسې کولای شئ چې په ځواب کې د یوې ژبې په استولو سره د خپلې خوښې ژبه وټاکئ.

دري

پښتو

انګلیسي

آیا د *888# په ډایلولو او یا هم د هغې د مینو د لټون پرمهال زموږ له حساب څخه لګښت ګرځول کیږي؟
نه، *888# ډایلول په بشپړ ډول وړیا دي او تاسې کولای شئ چې هر مهال په هوسا ډول بې سارې وړاندیزونه ولټوئ او ویې ټاکئ.
په *888# کې کومې چوپړتیاوې د لاسرسي وړ دي؟

*888# شمیرې سره تاسې کولای شئ چې د اتصالات ټولو کڅوړو او وړاندیزونو ته لاسرسی ومومئ، د خپلې خوښې کڅوړه فعاله او یا هم غیره فعاله کړئ، خپل کریډیټ حساب وګورئ، خپلې فعاله کڅوړې وګورئ، د ارزښت وړ چوپړتیاوو ته لاسرسی پیدا کړئ او د وفادارۍ په پروګرام کې ګډون وکړئ.

څنګه کولای شم، چې د *888# له لارې 1GB انټرنټ فعاله کړم؟

ډیر اسانه دی! *888# ډایل کړئ، د خپلې خوښې ژبه وټاکئ او وروسته (ستاسو فعاله چوپړتیاوې) تڼۍ وټاکئ. بیا 1GB کڅوړه وټاکئ او فعاله یې کړئ.

څنګه کولای شم، چې د *888# له لارې 4GB انټرنټ فعاله کړم؟

*888# ډایل کړئ، د خپلې خوښې ژبې تر ټاکلو وروسته (انټرنټي کڅوړې) وټاکئ.

4GB یوه میاشتنۍ انټرنټي کڅوړه ده، (میاشتنۍ کڅوړې) وټاکئ او بیا 4GB کڅوړه پیدا کړئ او د کڅوړې شمیرې ځواب ورکړئ او تایید یې کړئ.

انټرنټي کڅوړې

غږیزو اړیکو کڅوړې

مکمل کڅوړې

د اتصالات شمیرو کڅوړې

د نړیوالو اړیکو کڅوړې

د نړیوال رومینګ کڅوړې

زه کولای شم، چې د *888# له لارې په خپله نوي کیدونکې کڅوړې وپیرم؟

هو، تاسې کولای شئ چې د اتصالات هر ډول انټرنټي کڅوړه په خپله نوې کیدلو له مخې خوند واخلئ، تاسې کولای شم چې یو ځل فعاله کیدونکې کڅوړې هم وپیرئ.

آیا د پیغام استول لګښت لري؟

نه، د پیغام استول کوم لګښت نه لري.

څنګه کولای شم، چې د ټاکونکې کڅوړې لګښت ادا کړم؟ آیا د *888# له لارې د یوې کڅوړې پیریدل اضافی لګښت لري؟

د هر ډول کڅوړې په فعالولو سره ستاسې له اوسني حساب څخه لګښت ګرځول کیږي. کوم اضافي لګښت نه ګرځول کیږي.

که زه ترلاسه کوونکي پیغام ته ځواب ورنه کړم، څه به پیښ شي؟

ستاسو د ډایلولو دا جریان به پای ته ورسیږي، تاسې باید *888# شمیره بیا ډایل کړئ.

زه کولای شم، چې د *888# له لارې د اتصالات ارزښت لرونکو چوپړتیاوو ته لاسرسی ومومم؟

هو، تاسې کولای شئ چې د *888# له لارې د اتصالات ټولو ارزښت وړ چوپړتیاوو ته لاسرسی ومومئ؟

زه کولای شم، چې د *888# له لارې د اتصالات وفادارۍ پروګرام کې ګډون وکړم؟

هو، تاسې کولای شئ! د *888# شمیرې په ډایلولو سره تاسې کولای شئ چې د اتصالات وفادارۍ پروګرام کې ځان راجسټر کړئ، خپلې نمرې وګورئ، ملګرو ته د وفادارۍ نمرې واستوئ، د وفادارۍ نمرې مو بدلې کړئ او خپلې نمرې نورو ته ډالۍ کړئ.

پته

احسان پلازه، د حاجي یعقوب څلور لارې ته څېرمه، شهر نو، کابل افغانستان
۹۳۷۸۶۷۸۶۷۸۶+

 د کوویډ ۱۹ خبرتیا

د e& اپلیکیشن ډاونلوډ کړئ

ډاونلوډ یې کړئ او ټولو محصولاتو او چوپړتیاوو ته لاسرسی ومومئ

انډرایډ
آیفون

MyEAApp

Ask Me